امریکا دې افغانان وطن پریښودو ته نه لمسوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104740-امریکا_دې_افغانان_وطن_پریښودو_ته_نه_لمسوي
ذبیح ا... مجاهد همداراز  ددې خبرې په کولو سره چې طالبان  نیّت لري ، د پنجشیر  وضعیّت په سوله ایزو لارو سره حل کړي ،  داحمد مسعود په مشرۍ  له ولسی ځواکه ئې غوښتي دي ،  خپلې وسلې  دې وروسپاري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 25, 2021 01:42 Asia/Kabul
  • امریکا دې افغانان وطن پریښودو ته نه لمسوي

ذبیح ا... مجاهد همداراز  ددې خبرې په کولو سره چې طالبان  نیّت لري ، د پنجشیر  وضعیّت په سوله ایزو لارو سره حل کړي ،  داحمد مسعود په مشرۍ  له ولسی ځواکه ئې غوښتي دي ،  خپلې وسلې  دې وروسپاري .

 روئيټرز خبری آژانس راپورورکړی ، د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد  پرون ناوخته  ا مریکا ته په خبرداري ورکولو سره  وئیلي دي  دافغانستان خلک دې  نه لمسوي ، څو له دغه هیواده  ووځي .دوي دې  خپلې پښې سپکې کړي او نور د افغانان د خپل هیواد د  پرمختګ او ترقۍ لپاره پریږدي خپله فیصله پخپله وکړي .

ذبیح ا... مجاهد همداراز  ددې خبرې په کولو سره چې طالبان  نیّت لري ، د پنجشیر  وضعیّت په سوله ایزو لارو سره حل کړي ،  داحمد مسعود په مشرۍ  له ولسی ځواکه ئې غوښتي دي ،  خپلې وسلې  دې وروسپاري .

 داپه داسې حال کې دي چې  له دې مخکې په دوحې کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردک  وئيلي وو ،که په زور وي او که په خبرو،  پنجشیر ولایت به د افغانستان دملی اتل  له زوي احمد مسعود  څخه پاک کړو.

 احمد مسعود  طالبانو ته ګواښ کړی ، چې په زور به هیڅکله هم  ورتسلیم نشي ا و باید  دخبرواترو له لارې د پنجشیر  مشکل حل شي ، طالبان هم وائي چې  په خبرواترو سره درستې ستونزې حل کیدلی شي .