طالبان په کابل هوایی ډګرکې ځای پر ځای شول
مجاهد د کابل هوایی ډګر ته د ورداخلیدا په وخت وویل افغانستان د نیواکګرانو ځای نه وو .
دالجزیرې ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم طالبانو د امریکا د شاتګ له تکمیل وروسته د خوشحالۍ د څرګندولو په نښه هوایی ډزې وکړې .
د طالبانو یوه مقام انس حقانی له شل کلونو جنګ وروسته له افغانستانه د امریکایی عسکرو له وروستی وتلو وروسته په ټویټر پاڼه کې ولیکل یوځل بیا تاریخ جوړونکی شو . طالب ویندوی ذبیح ا... مجاهد هم وویل له افغانستانه درست امریکایی عسکر ووتل او زیاته یې کړه دغه وتل د تیری ګرو لپاره عبرت دې . مجاهد د کابل هوایی ډګر ته د ورداخلیدا په وخت وویل افغانستان د نیواکګرانو ځای نه وو .
د امریکا دفاع وزارت هم وویل چې له افغانستانه یې خپل ټول ځواکونه وایستل.
زمونږ د خبریال د رالیږلي رپورټ له مخې امریکايی پوځیانو د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې له حملو وروسته پر افغانستان برید وکړ او له نژدې شلو کلونو وروسته ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل. پنتاګون وايي چې وروستۍ امریکايي الوتکه تیره شپه ناوخته له افغانستانه روانه شوه.
ټاکل شوې وه چې ټول امریکايي پوځیان د اګست تر ۳۱ یعني تر نن ورځې له افغانستانه ووځي.
امریکايي پوځیانو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کښې د ټریفک کنټرول تجهیزات او هم داشان هلته ولاړې خپلې ګڼې الوتکې او چورلکې په بمونو الوځولې دي چې طالبان ترې ګټه پورته نه کړې شي.
په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي هم بیګا نزدې یوه بجه اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر بشپړ شو.
هغه بیګا وویل نن شپه د ځواکونو وتل له یوې خوا د پوځي شتون پای ته رسېدا ښيي او له بلې خوا د نژدې شل کلنې جګړې پای.
دغه امریکايي قومندان په عین حال کښې ادعا وکړه چې د دې ماموریت په نتیجه کې اسامه بن لادن او د القاعده ملګري یې په سزا ورسول شول.
په دغې شل کلنې جګړې کښې زرګونه امریکايي پوځیان وژل شوي او زرګونه نور زخمي شوي دي او له بلې خوا لکونو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او میلیونونه نور کډه په سر شوي دي.