په افغانستان کښې د تاوتریخوالي په زیاتیدا د ایران د اندیښنې څرګندیدل :-
افغانستان نن سبا له کلونو کلونو جنګونو ، نیواک او تاوتریخوالي ستړی دی نو ځکه خو ټولې ډلې باید له ورور وژنې او تاوتریخوالي ډډه وکړي .
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون د افغانستان پیښو او په پنجشیر سیمه کښې جنګونو ته په اشارې سره په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت له ټولو لورو سره په پرله پسې ډول ارتباط کښې دی او خپله ټوله هڅه یې کړي ده چې د افغانستان د خلکو کړاو او رنج تر ممکنه حده پورې کم شي .
هغه د هر ډول خارجي لاسوهنې په غندلو سره یادونه وکړه د افغانستان خلک د داسې ولسي او د پراخ بنسټه حکومت وړتیا لري چې د دغه هیواد د قومونو او د نفوسو د جوړښت انعکاسونکی وي .
د افغانستان په حساسو او نازکو شرایطو کښې د جنګ او د داخلي اختلافاتو دوام به د دغه هیواد لپاره منفي او نه جبرانیدونکي پایلې ولري .
د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي په افغانستان کښې به د ثبات او د امنیت د رامینځته کولو لپاره له هیڅ هڅې ډډه ونکړي او هیله لري چې ګاونډي او د سیمې هیوادونه هم په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره خپلې ملګرتیاوې پیاوړي کړي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره اونۍ له ولسمشر ابراهیم رئیسي او د نوي حکومت له غړیو سره په کتنې کښې د خپلې وینا په یوې (۱) برخې کښې افغانسان د ایران ورور ، هم ژبې ، هم دینه او هم کلتوره هیواد وباله او د افغانستان د خلکو په مشکلاتو باندې د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره یې وویل امریکا د افغانستان د پرمختګ لپاره یو(۱) قدم هم وانخیست او افغانستان نن سبا که چیرې د مدني او د ابادونۍ د پرمختګونو له پلوه له تیرو شلو(۲۰) کلونو شاته نه وي نو مخکې هم نه دی .
هغه حضرت زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت په ټولو حالتونو کښې د افغانستان د مظلوم او د مسلمان ملت پلوي دی او له حکومتونو سره زمونږ اړیکې له ایران سره د هغوې له اړیکو سره اړه لري .
ایران په دې لړ کښې خپله ټوله هڅه کړي ده چې د افغانستان مسله د بیلابیلو قومونو په ګډون سره حل کړي او په دغه هیواد کښې ثبات ټینګ شي او د ګاونډیو هیوادونو امنیت ته تاوان ونه رسیږي په تیره بیا دا چې د تیرو وختونو پیښې ښودنه کوي د تاوتریخوالو زیاتیدل په افغانستان کښې د کډوالۍ او د پناه غوښتنې نوي څپه ځان پسې لري .
د سیمې د سټراټيژیکو مسائیلو شناند عبدالباري عطوان د دغه حقیقت په بیانولو سره چې په افغانستان کښې د ارامښت ، د هوساینۍ او د جمهوریت د رامینځته کولو لپاره د امریکا ژمنې د عراق په شان دروغ ثابتې شوې په افغانستان کښې د داخلي ، فرقه اي او د توکمیز جنګ د رامینځته کیدا احتمال ته اشاره کوي او باوري دی دغه بهیر کولای شي افغانستان د قومونو او د فرقو پراساس وویشل شي او په یوه(۱) ماتي خوړلي او بې ثباته هیواد د هغه د بدلیدا سبب شي .
حقیقت دا دی چې افغانستان د امریکا د لاسوهنې او د نیواکګرۍ قرباني شوی او هغه څه چې په افغانستان کښې له شل (۲۰)کاله نیواک پاتې دي جنګ او ناامنۍ ده .
هغه وخت چې امریکا په افغانستان حمله وکړه او دغه هیواد یې ونیوه نو ژمنه یې وکړه چې یو(۱) باثباته ، خوشحاله او ډیموکراټیک افغانستان رامینځته کړي خو له شل (۲۰) کاله نیواک او په تاریخ کښې په ترټولو اوږد جنګ کښې له ګډون وروسته امریکا په اعلان شوي ماموریت کښې ماتي وخوړله او په بې شرمۍ سره له افغانستان څخه وتلو ته مجبوره شوه .
په هرحال همدا اوس د هغو هیوادونو لپاره چې له افغانستان سره سرحدونه لري د افغانستان د برخلیک په هکله اندیښنه مهمه چاره ده .
نو ځکه خو باید هڅه وکړو چې په افغانستان کښې حالات زر تر زره ثبات پیدا کړي ځکه چې دغه بې ثباتۍ کولای شي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د سیمې د هیوادونو په برخلیک اغیز وشیندي .
د افغانستان په هکله مطرح شویو احتمالاتو او سناریوګانو ته په پام سره ایران په افغانستان کښې د سولې او د امنیت له ټینګیدا سره مرستې ته تیار دی او له هغو ټولو حکومتونو سره چې په سیمه کښې د ارامښت او د سولې له ټینګیدا سره د مسولیت احساس کوي ملګرتیا وکړي .
د ایران اسلامي جمهوریت البته باوري دی چې د افغانستان د برخلیک په هکله باید په خپله د دغه هیواد خلک فیصله وکړي .