د کابل نړیوال هوايي ډګر به ژر الوتنو ته چمتو شي
د کابل نړیوال هوايي ډګر له هغه وخته چې امریکايي پوځیان د اګست په ۳۰ له افغانستانه ووتل، بند دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمان الثاني وویل هیواد یې هیله لري چې د کابل هوايي ډګر به په راتلونکو څو ورځو کې د سپرلیو لپاره فعال شي، خو تراوسه پورې په دې موافقه نه ده شوې چې دا هوايي ډګر به څه ډول اداره کېږي.
شیخ محمد، چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره یوه ځای په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، له افغانستانه د خلکو د ایستلو په اړه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي.
د کابل نړیوال هوايي ډګر له هغه وخته چې امریکايي پوځیان د اګست په ۳۰ له افغانستانه ووتل، بند دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیرهم پرون وویل، دوی طالبانو ته ویلي چې د هوايي ډګر دننه به امنیتي چارې به ترک او قطري ځواکونه په غاړه واخلي، طالبان دې د هوايي ډګر دباندې امنیت وساتي خو تراوسه پورې له طالبانو سره په دې برخه کې موافقه نه ده شوې.