امریکا په افغانستان کې په ځان متکي پوځ جوړ کړی و
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105512-امریکا_په_افغانستان_کې_په_ځان_متکي_پوځ_جوړ_کړی_و
د امریکا حکومت د افغانستان له پخواني حکومت سره د ملاتړ په دوام کې پاتې راغی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2021 08:43 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کې په ځان متکي پوځ جوړ کړی و

د امریکا حکومت د افغانستان له پخواني حکومت سره د ملاتړ په دوام کې پاتې راغی.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال وايي، امریکا په افغانستان کې داسې پوځي سیستم جوړ کړی و چې د امریکا له ملاتړه پرته یې دوام نه شو کولی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دیمیتري میدویدیف نن په یوه مرکه کې وویل، د امریکا حکومت د افغانستان له پخواني حکومت سره د ملاتړ په دوام کې پاتې راغی.

ده زیاته کړه پینتاګون د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه وروزل او په وسلو یې سمبال کړل. خو د وروستیو میاشتو انکشافاتو وښوده چې دې ځواک د امریکا له ملاتړه پرته دوام نه شوای کولی.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال همداراز وویل، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان وسله والو ځواکونو وښوده چې د امریکا له پیسو او ملاتړه پرته د جګړې اراده نه لري. دوی په اسانه ولسوالۍ او ولایتونه او حتي د هیواد پلازمېنه بې جګړې پرېښوده. په افغانستان کې د امریکا له لوري ټول جوړ شوي پوځي تاسیسات له خاورو سره خاورې شول.

د ده په وینا د افغانستان په جګړه کې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان او ۴۰ زره ملکي افغانان ووژل شول او تر ۷۵ زره ډېر نور ژوبل شول