افغانستان ته د ملګرو ملتو د عالي کمېشنر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105604-افغانستان_ته_د_ملګرو_ملتو_د_عالي_کمېشنر_سفر
د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو عالي کمېشنر په افغانستان کښې د کډوالو د حالت د څېړنې لپاره دغه هېواد ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2021 09:19 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ملګرو ملتو د عالي کمېشنر سفر

د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو عالي کمېشنر په افغانستان کښې د کډوالو د حالت د څېړنې لپاره دغه هېواد ته لاړ.

د  افغان آوا د رپوټ له مخې فليپو ګرېنډي په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل؛ هغه په دغه سفر کښې په افغانستان کښې د درې نيم ميلين افغان کډوالو حالت او د هغوي  د بنيادي انساني ضرورتونو جاجونه کوي.

طالبانو څو مياشتې مخکې د افغانستان د مختلفو سيمو د قبضه کولو لپاره جنګ شروع کړ او بالاخره يې د اګست په پينځلسمه نېټه کابل ته په ننوتلو سره د خپلو کاميابيو سلسله بشپړه کړه او د اقتدار واګې يې په لاس کښې اونيولې. د مياشتو مياشتو جنګونو او بيا د طالبانو د سياستونو او اقدماتو له ويرې زيات شمېر افغانان له خپلو وطن او ښارونو څخه په وتلو مجبور شوي دي.