په نوی کابینې کې د ګډون لپاره د افغانستان د شیعیانو غوښتنه
په همدې لړ کې هم د افغانستان د شیعیانو ټولنه تمه لری د طالبانو ډله چی په هیواد کې د چارو واګې په لاس کې اخیستی دي او په دغه هیواد کې د د ټولو قومونو او ډلو په مشارکت د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ادعا کوی ، په نوی حکومت کې د ټولو خلکو د واقعی مشارکت لپاره فرصت برابر کړی .
د افغانستان شیعیانو په نوی حکومت کې د خپلو استازیو د مشارکت غوښتنه وکړه . د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په فیسبوک کې د افغانستاتن په مرکزی ولایتونو کې د شیعیانو ټولنې له مقاماتو سره د خپلې خالې ورځې د کتنې خبر خپور کړ .
کرزی په دغه پیغام کې د افغانستان په نوی کابینې کې د شیعیانو ټولنې د استازیو شتون د ګروهنې خبره وکړه او ویې ویل کرزی د ستمبر په ۹ د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له غړیو سره کتنه او خبرې اترې کړی دی.
په افغانستان کې د میشتو لږکیو او بیلا بیلو ډلو د طبیعی حقوقو په چوکاټ کې د دغه هیواد په نوی کابینې کې د شتون لپاره د افغان شیعیانو ټولنې غوښتنه ده چی په نړیوالې ټولنې کې د منل شویو قوانینو او عرف په اساس باید په هر حکومت کې د بیلا بیلو ډلو او قومی او مذهبی لږکیو د شتون او مشارکت زمینه برابره شی .
په همدې لړ کې هم د افغانستان د شیعیانو ټولنه تمه لری د طالبانو ډله چی په هیواد کې د چارو واګې په لاس کې اخیستی دي او په دغه هیواد کې د د ټولو قومونو او ډلو په مشارکت د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ادعا کوی ، په نوی حکومت کې د ټولو خلکو د واقعی مشارکت لپاره فرصت برابر کړی .
شیعیان چی د افغانستان کابو دیرش فیصده نفوس جوړوی ، د دغه هیواد په کلتوری ، اقتصادی ، اجتماعی او سیاسی بیلا بیلو ډګرونوکې له اغیزمنو لږکیو کې شامل دی چی تمه کیږی طالبان په نوی حکومت کې د ټولو ډلو د مشارکت لپاره خپلو ژمنو ته د پایبندۍ د اثبات لپاره په دغه ډګر کې د شیعیانو ټولنې ته مشارکت ورکړی .
د افغانستان د شیعه عالمانو په وروستۍ غونډه کې چی کابو یوه اونۍ مخکې اعلان شوه ، د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پر ضرورت په ټینګار سره په دغه هیواد کې د پایداره امنیت او سولې د ټینګولو لپاره ګډون کونکیو له طالبانو ډلې غوښتل د دغه هیواد د نوی اساسی قانون د تدوین په چوکاټ کې په اساسی قانون کې د جعفری مذهب ورځای کول د شیعیانو ټولنې د غوښتنې په توګه د پام وړ وګرځوی .
د طالبانو ایډیالوجیک کړچارونو او د دغې ډلې په تاریخی مخینوکې ځینو ملاحظاتو ته په پام سره د افغان شیعیانو غوښتنو ته د طالبانو د مثبت ځواب له جدی شکونو سره مخامخ دی .
د افغانستان د بدلونونو بیړه ناک بهیر په چوکاټ کې یوشمیر طالب چارواکو د مزار شریف له وروستیو نښتو وروسته په ناڅاپی توګه دغه ښار ته ورننوتل .
د طالبانو چارواکو ملافاضل ، ذبیح ا... مجاهد ، مولوی وثیق ا... ، قاری دین محمد او ملا عبدالسلام حنفی مزار شریف ته په سفر سره نیت لری د دغې سیمې د وروستیو نښتو علت وجاجوی .
په داسې حال کې چی طالبانو د اتبار شپې نښته د وسله والو غلو او دغې ډلې د غړیو ترمینځ د نښتې نتیجه بللی خو ځینې سرچینې له یوه بل سره د طالبانو د نښتو خبر ورکوی .
د طالبانو ترمینځ د طبیعی لانجې او سیالیو شتون ته په پام سره احتمال شته چی دقدرت پر سر طالبانو ترمینځ لانجې په مزار شریف کې وې چی د دغې ډلې یوشمیر لوړ رتبه مشران یې د دغې کیسې د جاج علت معلومولو لپاره دغې سیمې ته سفر ته مجبوره کړی دي .
پر دې سربیره د افغانستان د نوی حکومت د بشپړه ځای پر ځای کیدا بهیر اوږدیدا د طالبانو په وسیله د امنیت د تامینولو لپاره د دغه هیواد د پوځ او پولیسو له توان څخه استفادې نه کول د خلکو د تمې وړ امنیت او ثبات د ټینګولو د دغاې ډلې لپاره چیلنج کیدلې شی .