د ایران او افغانستان تجارتي اړیکې له کوم مشکل پرته دوام لري
دا فغانستان دتجارتي کوټې مسئولانو وئيلي دي ، سره له دې چې د پآکستان حکومت اعلان کړی ، د افغانستان د تازه میوو ،پر وارداتو باندې ئې ګمرکي ټیرفونه لغوه کړي دي ، خو دتورخم او چمن په پولو کې ځیني مشکلات هماغه را زموجود دي .
ایرنا خبری آژانس راپور و رکړ ، د افغانستان دتجارت کوټې مسئولان او داسلام کلا دګمرکاتو مشر نن په خارجه وزارت کې د طالبانو د موقته حکومت له مسئول سره په ناستې کې ، له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان د صادراتو اووارداتو دبهیر په ارزونې سره ووئیل ، له ایران سره صادرات او واردات په عادي توګه روان دي ، البته پاکستان ته د صادارتو په بهیر کې او دغه راز له دغه هیواد په وارداتو کې ځیني مشکلات شته دي .
د اسلام کلا د ګمرکاتو مسئولانو روښانه کړې ده ، نو نو د تیر وخت په شان د هیواد په پولو کې د اوږدو صفونو او د کلنګ اخستو کتونکي نه یوو او هره ورځ له دغې پولې د صادراتي او وارداتي شیانو باندې بار کابو څلور سوه داخلی او بهرني ګاډي ټرانزیټ کیږي چې د مدرکونو او سندونو له ارزونې وروسته له ګمرکاتو تیریږي .
د ایران داسلامی جمهوریت دګمرکاتو ویندوي له دې مخکې وئيلي وو ، په وږي میاشت کې ، ایران د افغانستان خلکو ته د سبزیانو په لیږدولو سره، دغه هیواد ته خپل صادرات نوره هم زیات کوي او ددغو شیانو ترڅنګ ځينی نورو شیانو صادرات به هم زیات شي .
دا فغانستان دتجارتي کوټې مسئولانو په دغې ناستې کې وئيلي دي ، سره له دې چې د پآکستان حکومت اعلان کړی ، د افغانستان د تازه میوو ،پر وارداتو باندې ئې ګمرکي ټیرفونه لغوه کړي دي ، خو دتورخم او چمن په پولو کې ځیني مشکلات هماغه را زموجود دي .