بګرام کښې د چین پوځیان نه دي دیره شوي
Oct 03, 2021 12:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي طالبانو په بګرام هوايي ډګر د چین د پوځي الوتکو د کوزیدا او په دغه اډې کښې د چین د پوځيانو د دیره کیدا خبر بې اساسه وباله .
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي نن وویل د اوازو په اپوټه نه د چین کومه الوتکه په بګرام اډې کښې کوزه شوي او نه هلته د چین پوځيان دیره شوي دي .
بیګا له دریو (۳) میاشتو وروسته د بګرام اډې ګروپونه ولګیدل او ورپسې د افغانستان د اینټرنیټ استعمالونکو لخوا چین ته د دغه پوځي اډې د سپارلو په هکله زیاتې اوازې خپرې شوې .
د بګرام هوايي اډه درې (۳) میاشتې مخکې په کامل ډول د امریکا د زرګونو عسکرو له شتون څخه خالي شوه .
ټیګونه