د افغانستان د اقتصادِ ودي لپاره دې یوازې له افغانۍ استفاده وشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106520-د_افغانستان_د_اقتصادِ_ودي_لپاره_دې_یوازې_له_افغانۍ_استفاده_وشي
  د اشرف غني د حکومت له نسکوریدا تر مخکې پورې  د یوه امریکائي ډالر ارزښت  د  اته اویا افغانیو برابر ؤ  ،چې همدااوس  دغه  ارزښت تر نوي افغانیو پورې رسیدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 06, 2021 07:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اقتصادِ ودي لپاره دې یوازې له افغانۍ استفاده وشي

  د اشرف غني د حکومت له نسکوریدا تر مخکې پورې  د یوه امریکائي ډالر ارزښت  د  اته اویا افغانیو برابر ؤ  ،چې همدااوس  دغه  ارزښت تر نوي افغانیو پورې رسیدلی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ، د طالبانو ویندوي  ذبیح ا.... مجاهد نن سهار  په خپل یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، د افغانستان د مرکزي بانک د قانون په اساس ، ددغه هیواد رسمي کرنسي  افغانۍ ده ، پر دې اساس له درستو حکومتي او غیر حکومتي  اورګانونو او موسیسو غواړو چې دخپل راکړه ورکړه  او تړونونو  لپاره  دې د افغانستان له کرنسۍ  استفاده وکړي څو  د دغه  هیواد د اقتصادي ودې سبب وګرځي .

 د افغانستان د پخواني حکومت په نسکوریدا او  په دغه هیواد کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  دافغانستان د کرنسۍ ارزښت  د بهرنیو  اسعارو په مقابل کې تر  ډیره حده کم شوی دی .

  د اشرف غني د حکومت له نسکوریدا تر مخکې پورې  د یوه امریکائي ډالر ارزښت  د  اته اویا افغانیو برابر ؤ  ،چې همدااوس  دغه  ارزښت تر نوي افغانیو پورې رسیدلی دی .

له بل پلوه افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی، تجارت او ټرانزیټ له ځوړتیا سره لاس او ګریوان  دی. د افغانستان د خلکو  نغدې پیسې  او کارکسب  هم تر ډیره حده لویدلی دی  او په امریکا کې د دغه هیواد بهرنۍ شتمنۍ  هم تړل شوي دي . په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت څه موده مخکې ، د افغانستان د اقتصادی  بحران دپيزواني کولو لپاره ځانګړی کمیشن هم جوړ کړی دی .