په ننګرهار او لغمان کې دوه طالبان او یو ملا ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106522-په_ننګرهار_او_لغمان_کې_دوه_طالبان_او_یو_ملا_ووژل_شول
نن سهار نا څرګندو وسله والو په هغو طالبانو برید وکړ چې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند لغمان اډې سیمه کې ئې د تازه سبو پلورونکو څخه ورځنۍ مالیه ټولوله .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 06, 2021 08:04 Asia/Kabul

نن سهار نا څرګندو وسله والو په هغو طالبانو برید وکړ چې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند لغمان اډې سیمه کې ئې د تازه سبو پلورونکو څخه ورځنۍ مالیه ټولوله .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، عینی شاهدان وایي نن سهار نا څرګندو وسله والو په هغو طالبانو برید وکړ چې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند لغمان اډې سیمه کې ئې د تازه سبو پلورونکو څخه ورځنۍ مالیه ټولوله . عینی شاهدان وایي دبرید پر مهال درې ملکي وګړي هم ژوبل شول او برید ګرو د وژل شویو طالبانو وسلې هم له ځان سره ویوړې.

په دې اړه نور تفصیلات د خپل خبریال له خولې آورو .