اروپايي هیوادونه باید نور افغان کډوال ومني
ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمشنرې میرمن ایلوا جوهانسون (Viva Johansson) د دغه اتحادیې په اوویشتو (۲۷) غړیو هیوادونو غږ وکړ په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا سره په یووخت په خپلو هیوادونو کښې د افغانستان ګڼ شمیر کډوال ومني .
هغې پرون د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې په پاې کښې چې د دغه اتحادیې او دغه راز د سویزرلینډ د ناروې ، ایسلینډ او لیختن اشتاین د خارجه وزیرانو په ګډون سره وشوه وویل د تیرې اګست میاشتې په پاې کښې له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د متحدو هیوادونو له شاتګ وروسته تراوسه پورې اروپايي هیوادونه تراوسه پورې د دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) کسانو له افغانستانه په وتلو بریالي نه دي شوي .
د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو د کډوالو ستر کمشنر فیلیپو ګرانډي هم په دغه غونډې کښې وویل د شمیرنو پراساس د افغانستان پینځه اتیا زره (۸۵۰۰۰) خلک باید په راتلونکو پینځو (۵) کلونو کښې له دغه هیواده ووځي او اروپايي اتحادیه په دوې کښې د نیمايي خلکو هستوګن ځای کیدلی شي .
د اروپايي اتحادیې کمشنر د دغه خبرې له تائیدولو پرته چې غړي هیوادونه د دغه فیصلې په وړاندې واقعا ژمن شوي دي او که نه وویل په دغو ژمنو باندې عمل کول د اروپايي هیوادونو د غړیو هیوادونو دنده ده او زه درک کوم چې هغوې د افغانانو د ملاتړ لپاره نورې لارې په نظر کښې نیسي .
د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسول جوزپ بوریل هم مخکې د کډوالو د څپې د مخه د نیولو لپاره په افغانستان کښې د اقتصادي کړکیچ د حل کولو پرضرروت ټینګار وکړ .
له دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال راهسې د افغانستان کابو اوه لکه پنځوس زره (۷۵۰۰۰۰) ښاریزو د اروپايي اتحادیې له اوویشتو (۲۷) هیوادونو د پناه غوښتنه کړي ده .