په افغانستان کې دخوراکي موادو کمښت غمیزه رامینځةکولی شي
د امریکا د نیواکګرۍ په شلو کلونو کې د افغانستان تقریبا درست اقتصادي بیخ بینائۍ تباه شوي او ددغه هیواد خلک په اقتصادي بې وځلۍ کې ژوند کوي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو د خواړو دنړیوال پروګرام مسئولانو په افغانستان کې د خوراکي موادو دکمښت په باب جدی خبرداری ورکړ .
راپور کې وئيل شوي دي ، د ملګروملتو د خواړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پخپلې یوې نوي نظر سنجۍ کې خبرداری ورکړی دی ، دافغانستان اقتصاد د دړې وړې کیدا په حال کې دی او په دغه هیواد کې پنځه نوي فی صدي کورنۍ کافی خواړۀ نه لري .
په دغې نظر غوښتنې کې راغلی دي ، په افغانستان کې بې وځلي او ډير زیات ناوړه خواړۀ، د میلیونونو ماشومانو ژوند ګواښي .
په افغانستان کې د امریکا د نیواکګرۍ له دوو لسیزووروسته او له دغه هیواده په بې شرمه وتنې پسې ، په دغه جنګ ځپلي هیواد کې په میلیونونو کسان په بې وځلۍ او دخواړو له کمښت سره لاس اوګریوان شوي دي او له دوي ډير زیات کسان په تیره بیا ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
د امریکا د نیواکګرۍ په شلو کلونو کې د افغانستان تقریبا درست اقتصادي بیخ بینائۍ تباه شوي او ددغه هیواد خلک په اقتصادي بې وځلۍ کې ژوند کوي .