طالبان:
امریکا دې افغانستان نه ګواښي
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت ویاند ټینګار وکړ چې نه دي پکار امریکا د دې هیواد خلاف ګواښ او خطر وي
ذبیح الله مجاهد دې ټکي ته په اشارې سره چې د افغاسنتان په پنجشیر سیمه کښې د طالبانو له مخالفانو څخه د واشنګټن ملاتړ، د دوحې د موافقې خلاف ورزي ده، وویل: دا چاره د طالبانو او افغانستان خلاف یو ګواښ ګرځیدلې شي.
د طالبانو ویاند څرګنده کړه چې دغه ډله د هیڅ کوم هیواد په چارو کښې لاسوهنه نه کوي او نور دې هم د افغانستان په کورنیو چارو کښې دخالت نه کوي.
مجاهد هم داشان د افغانستان په نوي سیاسي جوړښت کښې د دغه هیواد د تیر حکومت د جګپوړو چارواکو د ونډې د احتمال په هکله وویل: اوس مهال په حکومت کښې د هغوي د ګډون احتمال نشته خو په لرې راتلونکي کښې مشارکت لرلی شي.
هغه په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د طالبانو د پراخ بنسټه حکومت کابینه په جوړیدو ده، زیاته کړه: احتمال شته چې د اړتیا په بڼه کښې او که شرعي ستونزه ونه لري نو په کابینه کښې به له ښځو څخه هم کار واخیستل شي.