افغانستان کښې داعش ډله کنټرول شوي ده
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د اطلاعاتو د وزیر مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل په هیواد کښې داعش ډله اوس کنټرول شوي ده .
هغه په کابل کښې خبري کانفرنس ته په وینا کښې وویل د روان میلادي کال له اګست میاشتې راهسې تراوسه په افغانستان کښې د داعش ډلې شپږسوه (۶۰۰) غړي او د دوې ملګري نیول شوي دي .
ذبیح الله مجاهد وویل په افغانستان کښې د داعش ډلې زیات غړي نشته او نه هغوې د خلکو ملاتړ لري .
د طالبانو ویاند او د کلتور د وزیر مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل دغه ډله په پرله پسې ډول د داعش پرضد اقدامات ترسره کوي او په افغانستان کښې د داعش ډلې غړي د خراسان د عراق او د شام والا داعش نه دي او دلته په موجوده داعش خراسان ډلې کښې اکثره کسان ځايي خلک دي کوم چې په عراق او شام کښې له داعش ډلې څخه اغیزمن دي .
ذبیح الله مجاهد وویل په افغانستان کښې موجود داعش خراسان غړي د نورو هیوادونو لپاره هیڅ خطر نه دی او مونږ له امریکا سره خبرو اترو ته تیار یوو او زیاته یې کړه چې خبرې به د افغانستان د مسائیلو په هکله وي .