د کابل چاودنې د مړو او ژوبلو شمېر زيات اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108302-د_کابل_چاودنې_د_مړو_او_ژوبلو_شمېر_زيات_اعلان_شو
د کابل په دشت برچي سيمه کښې د پرونۍ چاودنې د مړو شمېر درې او د ژوبلو دوه تنه اعلان شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • د کابل چاودنې د مړو او ژوبلو شمېر زيات اعلان شو

د کابل په دشت برچي سيمه کښې د پرونۍ چاودنې د مړو شمېر درې او د ژوبلو دوه تنه اعلان شو.

د اېرنا د رپوټ له دې مخې په پرونۍ چاودنه کښې چې په يو موټر کښې د اېښودل شوي بم له کبله رامنځته شوه د يو کس د وژل کېدو او دوو تنو ژوبلېدو اعلان شوے ؤ. خو اوس د مړو شمېر درې تنه او د ژوبلو دوه تنه اعلان شو.

خو بيا ځينو سرچينو د مړو شمېر شپږ تنه او د ژوبلو اوۀ تنه اعلان کړے دے.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

په دې وروستيو مياشتو کښې په  ننگرهار، کنړ، خوست، کابل، قندوز او قندهار ولايتونو کښې څو ترهه ګريزې حملې او چاودنې رامنځته شوې دي چې د اکثرو ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخېستې ده.

خو په افغانستان کښې د طالب ډلې موقته حکومت د داعش ډلې د کم اهميته په بللو سره وعده کړې چې په دغه هېواد داعش ترهه ګره ډله نابودوي.