له شپږم کلاسه پورته د انجونو زده کړې هماغه رازمنع دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109426-له_شپږم_کلاسه_پورته_د_انجونو_زده_کړې_هماغه_رازمنع_دي
  د طالبانو دغه چارواکي ووئیل ،   دطالبانو حکومت هڅه کوي انجونې   له هلکانو څخه په جلا  کلاسونو کې  درس ووائي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 09, 2021 02:06 Asia/Kabul
  •  له شپږم کلاسه پورته د انجونو زده کړې هماغه رازمنع دي

  د طالبانو دغه چارواکي ووئیل ،   دطالبانو حکومت هڅه کوي انجونې   له هلکانو څخه په جلا  کلاسونو کې  درس ووائي .

زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د  معارفو  دوزارت د مرسیتالۍ سرپرست  عبدالحکیم همت پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  له شپږم صنف څخه د   پورته د  انجونو زدهکړې هماغه راز ممنوع  اعلان کړې او  وې وئیل ، ترڅو چې  د انجونو زده کونکو  د شتون  دڅرنګوالي په باب  دستورالعمل برابر او تصویب نه شي ، په دغه سویه به د   انجونو دزده کړو اجازت   ورنکړل شي .

  د طالبانو دغه چارواکي ووئیل ،   دطالبانو حکومت هڅه کوي انجونې   له هلکانو څخه په جلا  کلاسونو کې  درس ووائي .

 کابو درې میاشتې کیږي ، چې په افغانستان کې  استاذان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خو  انجونې او استاذانې تر دې دمه په کورونو کې ناستې دي .

 طالبانو سره له دې چې څو ځله ئې  د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی ، د انجونو ښونځي  پرانیزي ، خو بیا هم ددغو ښونځیو  دروازې هماغه راز تړلی دي . له شپږم کلاسه پورته د انجونو دزده کړو ښونځیو تړل کیدا  د افغانستان په داخل او بهر کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي .