ننګرهار کښې زیاته اندازه وسلې او مهمات نیول شوي دي
طالب چارواکو ننګرهار ولايت کښې د زياته اندازه وسلو او جنګي سازوسامانونو د نيول کېدو خبر ورکړ.
له جلاآباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دطالبانو د موقت حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست ویاند خلیل همراز پر خپله توئټر کښې پاڼه لیکلي چې د دې ادارې ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتوکې چې په تیرو دوه اونیو کې یې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیموکې ترسره کړي زیاته اندازه وسلې او مهمات کشف او تر لاسه کړي دي . خلیل همراز لیکلي چې د دوې ځانګړو ځواکونو پنځلس تنه د دغو وسلو او مهماتو په تور هم نیولي چې تر توقیف او تفتيش په حال کښې دي . خو نوموړي نه دي لیکلي چې دا وسلې او مهمات یې له داعش ترهه ګرې ډلې ترلاسه کړي او که د پخواني حکومت پاتې شوني دي.
د طالبانو د موقت حکومت د استخباراتو د لوے ریاست ویاند داسې مهال په ننګرهار کې دزیاته اندازه وسلو او مهماتو د نیول کیدو خبر ورکوي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ رسنیو سره په خبروکې وویل په پلازمینه کابل او ننګرهار کې یې د داعش ډلې ملا ماته کړې اودا ډله اوس د یو ګواښ په توګه نه ګڼل کیږي خو په یادو ولایتونوکې د داعش ډلې له لورې ترسره شوې کړنې د دې ښودنه کوي چې دغه تکفيري او ترهه ګره ډله اوس هم د ولسي خلقو او طالبانو د حکومت لپاره یو ګواښ او چېلنج بلل کیږي.