د روغتیانړیواله اداره دې په اوسنیوحالاتوکې له افغانستان سره مرسته وکړي
(last modified Thu, 30 Dec 2021 10:28:54 GMT )
Dec 30, 2021 14:58 Asia/Kabul
  • د روغتیانړیواله اداره دې په اوسنیوحالاتوکې له افغانستان سره مرسته وکړي

په افغانستان کې د اومیکرون  وایرس د احتمالي خوریدا په مرحلې کې،ددغه هیواد ډيری ښاریز د طبي امکاناتو اودرملو په کمښت سخت اندیښمن  دي .

زمونږخبریال دشفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت روغتیائي چارو وزارت ویندوي جاوید هژیر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره، د کرونا نوي څپي او د اومیکرون وایرس دتشخصی لپاره له دغه هیواد سره د روغتیا دنړیوالې ادارې د سملاسي مرستو غوښتنه وکړه  .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دغه وزارت د اومیکرون  وایرس د تشخیص جوګه  نه دی او د روغتیا له نړیوالې  ادارې د مرستې غوښته کوي .

جاویدهژیر زیاته کړې ده،افغانستان د اومیکرون د تشخیص لپاره پرمختللو آلو او تجهیزاتو ته سخته اړتیا لري .په افغانستان کې د اومیکرون  وایرس د احتمالي خوریدا په مرحلې کې،ددغه هیواد ډيری ښاریز د طبي امکاناتو اودرملو په کمښت سخت اندیښمن  دي .