طالبان د انجونو د زده کړې په پلانونې بوخت دي
حقاني ډاډ ورکړ ، انجونې به په نوی تعلیمي کال کې ښونځیو ته لاړې شي او هیڅوک دمیرمنو دزده کړې خنډ نه کیږي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان په هرات ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر نعیم الحق په دغه هیواد کې د انجونو دزده کړې د دوام لپاره د موقته حکومت د پروګرانونو او پلانونې خبر ورکړ .
نعیم الحق حقاني ووئیل ، د طالبانو دموقته حکومت مسئولان د انجونو د زده کړې مخالف نه دي ،خو دمګړئ په یوه داسې جامع پلان برابرولو بوخت دي څو میرمنې د تیر وخت په نسبت په لاښه ډول خپلو زده کړو اوتربیّت ته دوام ورکړل شي .
حقاني ډاډ ورکړ ، انجونې به په نوی تعلیمي کال کې ښونځیو ته لاړې شي او هیڅوک دمیرمنو دزده کړې خنډ نه کیږي .
د هرات د کلتور او اطلاعاتو د ادارې مشر په دوام کې ووئيل ، د میرمنو د دکار او اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره د طالبانو د حکومت دلومړي وزیر له اقتصادی مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي سره مشورې دوام لري .
نعیم الحق حقاني زیاته کړې ، دهیواد مرکزي مسئولانو ډاډ ورکړی چې هڅه به وکړي ،څو تاجرې میرمنې بیرته خپل کار ته دوام ورکړل شي .