د افغانستان په غزني کې مرستې په انصاف سره نه ویشږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111506-د_افغانستان_په_غزني_کې_مرستې_په_انصاف_سره_نه_ویشږي
داپه داسې حال کې دي چې د کابل پشمول  په نوروولایتونو کې هم  بې وځله کسان  د  مرستو دناعادلانه ویش شکایت کوي او  له قومي اوسیاسی مسئلو ورآخوا د  مرستو  په انصاف سره د  ویش غوښتونکي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2022 01:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان په غزني کې مرستې په انصاف سره نه ویشږي

داپه داسې حال کې دي چې د کابل پشمول  په نوروولایتونو کې هم  بې وځله کسان  د  مرستو دناعادلانه ویش شکایت کوي او  له قومي اوسیاسی مسئلو ورآخوا د  مرستو  په انصاف سره د  ویش غوښتونکي دي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، په مذهبی  فعالیتونو کې د نه ګډون په پلمه  دافغانستان په غزني ولایت کې  دمرستو ناعادلانه  ویش  دښاریزو له  اعتراضونو سره مخ شوی دی .

په راپور کې وئيل شوي دي ،په غزني ولایت کې ډیرې اړمنې کورنۍ  وائي چې د حکومتی ادارو او موسیسو ترڅنګ د جوماتونو امامانو او ځاي ځينو مشرانو  هم دوي  په دې پلمه چې  په جوماتونو کې فعال شتون نه لري ،  له مرستو محرومه کړي دي .

په غزني ولایت کې  یو شمیر بې وځله کورنۍ  وائي ، چې تر دې دمه  ئې  هیڅ مرستې نه دي ترلاسه کړي  او دوي په جدی توګه د مرستو د  عادلانه ویش غوښتونکي دي .

ډیری کونډې   او غریبانان وائي ، حکومتي ادارې او موسیسې  دوي ته هیڅ مرستې  نه ورکوي  او وائي چې  په جوماتونو کې د تاسو نه شتون سبب کیږي ، چې  په مستخقینو کې ستاسو نومونه  نه شاملیږي .

داپه داسې حال کې دي چې د کابل پشمول  په نوروولایتونو کې هم  بې وځله کسان  د  مرستو دناعادلانه ویش شکایت کوي او  له قومي اوسیاسی مسئلو ورآخوا د  مرستو  په انصاف سره د  ویش غوښتونکي دي .