حامد کرزي د ملګرو ملتو له ځانګړې استازې سره لیدلي دي
Jan 28, 2022 07:52 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو تاکيد کړے دے.
نوموړي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې د هېواد پر روانو حالاتو د خبرو اترو تر څنګ په راتلونکي پسرلي کې ښوونځیو ته د نجونو د بیا تګ سربېره د هېواد د مسلکي ځوانانو پر ګمارنه هم کلک تاکيد کړے دے. د یادونې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې هم په یوه مرکه کې ویلي وو چې د راتلونکي کال په پیل کښې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل کېدل د افغانانو لومړۍ او اساسي غوښتنه ده او دوی دا حق غواړي.
ټیګونه