په عمومي ځایونو او لارو کې د طالب مشرانو  عکسونه مه لګوئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112020-په_عمومي_ځایونو_او_لارو_کې_د_طالب_مشرانو_عکسونه_مه_لګوئ
 د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې د طالبانو د  اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر محمدعمیر سرپلي ووئیل  دغه فرمان د افغانستان په کابل کې د طالبانو د  موقته او مرکزی حکومت له خوا صادر شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2022 10:01 Asia/Kabul
  • په عمومي ځایونو او لارو کې د طالب مشرانو  عکسونه مه لګوئ

 د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې د طالبانو د  اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر محمدعمیر سرپلي ووئیل  دغه فرمان د افغانستان په کابل کې د طالبانو د  موقته او مرکزی حکومت له خوا صادر شوی دی .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د افغانستان  په شمال کې د طالبانو مسئولانو په عمومي ځایونو او لارو او د ښارونو په سترو پوټریټو باندې د طالبانو د موقته حکومتد مشرانو او لویانو هر ډول عکسونو لګول  ممنوع  اعلان کړل .

 د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې د طالبانو د  اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر محمدعمیر سرپلي ووئیل  دغه فرمان د افغانستان په کابل کې د طالبانو د  موقته او مرکزی حکومت له خوا صادر شوی دی .

 هغه همداراز په افغانستان کې دحکومت دچلونکو په توګه د طالب مشرانو د تصویرونو د خپریدا د ممنوعیّت دلیل  نه دی اعلان کړی .

داپه  داسې حال کې دي چې  د سرپل ولایت  له نورو اداري مسئولانو سره د محمد عمیر سرپلي  په غونډ ې کې د ژواک چاپيریال د ساتنې او دمالیاتو داخستو څرنګوالی هم تشریح شو