د افغانستان طالبان نوی اساسي قانون وړاندې کوي
(last modified Sat, 19 Feb 2022 00:30:11 GMT )
Feb 19, 2022 05:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان نوی اساسي  قانون وړاندې کوي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د اروپايي اتحادیې استازي وان برنټ د طالبانو د موقته حکومت لخوا د افغانستان لپاره د نوي اساسي قانون د وړاندې کولو خبر ورکړ .

هغه پرون وویل په قطر کښې د طالبانو پلاوي په افغانستان کښې د جمهوریت د پړاو اساسي قانون ته احترام کولو ته خپله ژمنه اعلان کړي ده خو نوی اساسي قانون به هم د ټولنې له بیلابیلو پرګنو سره په غږملتیا کولو سره وړاندې شي .

د افغانستان په چارو کښې د اروپايي اتحادیې استازي وان برنټ ټینګار وکړ د طالبانو پلاوي د انجلیو او د هلکانو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په هکله ډاډ ورکړی دی .

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت پلاوي څه موده مخکې په قطر کښې د اروپايي اتحادیې له چارواکو سره د خپل هیواد د اوسني حالت په هکله خبرې او مشورې کړي وې .

طالبانو ډلې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې واک په لاس کښې اخیستی دی او ژمنه یې کړي ده چې په هیواد کښې پراخ بنسټه  حکومت جوړ کړي خو تراوسه دغه اقدام محقق نه دی شوی .

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له جوړولو او د بشري حقوقو له رعایتولو سره مشروطه کړي دي .

 

ټیګونه