په هرات ولايت کښې د طالبانو فوځي مشقونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112456-په_هرات_ولايت_کښې_د_طالبانو_فوځي_مشقونه
طالبانو د افغانستان په هرات ولايت کښې د امنيت د ټينګښت په هدف سره فوځي مشقونه ترسره کړل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 19, 2022 14:49 Asia/Kabul
  • په هرات ولايت کښې د طالبانو فوځي مشقونه

طالبانو د افغانستان په هرات ولايت کښې د امنيت د ټينګښت په هدف سره فوځي مشقونه ترسره کړل.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کښې په افغانستان کښې اقتدار ته د طالبانو د رسېدو له وخت نه دغه ډله د امنيت مشکل او د جرم او جنايت له بانډونو سره د مبارزې په شمول له زياتو مشکلاتو سره مخامخه ده. د افغانستان د خلقو لپاره د امنيت ټينګښت د طالبانو د موقته حکومت يوه وعده ګڼل کيږي.

د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغو فوځي مشقونو کښې چې د جمعې په ورځ ترسره شول په هرات کښې د طالبانو ټولو امنيتي او دفاعي يونټونو په خاصه توګه نوي روزل شويو ځواکونو پکښې ګډون وکړ.

د هرات د والي مرستيال عبدالقيوم روحاني او په دغه ولايت کښې د امنيتي ځواکونو قوماندان حاجي ياسر په مشقونو کښېد ګډون کؤنکو يونټونو جاجونه وکړه.

د هرات د والي مرستيال د طالبانو د امنيتي – فوځي ځواکونو ګډو مشقونو مقصد د ورانکارو او تخريبکارو بانډونو له وجود څخه د پاکولو او په ښارونو کښې د نظم د ټينګولو په غرض سره د هرات ښار او خواوشا سيمو کښې له جنايتونو او جرائمو سره مبارزه او د عملياتو ترسره کول وبلل.