سهیل شاهین په قطر کې دطالبانو دسیاسی دفتر مشر شو 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112680-سهیل_شاهین_په_قطر_کې_دطالبانو_دسیاسی_دفتر_مشر_شو
 له دې مخکې په افغانستان کې  دطالبانو د موقته حکومت مرستیال  ملاعبدالغني برادر ،په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر  ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 24, 2022 09:09 Asia/Kabul
  • سهیل شاهین په قطر کې دطالبانو دسیاسی دفتر مشر شو 

 له دې مخکې په افغانستان کې  دطالبانو د موقته حکومت مرستیال  ملاعبدالغني برادر ،په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر  ؤ .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، په ملګروملتو کې د افغانستان د نمایندګۍ لپاره د طالبانو دموقته حکومت وړاندیزي استازی  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر په توګه منصوب شو .

په ۲۰۱۳کال کې په قطر کې د طالبانو ډلې سیاسی دفتر رسما  کار پیل کړی او په وروستیو کلونو کې دوحه ، د افغانستان د پخواني حکومت  او امریکا او د دغې ډلې د خبرواترو کوربه  ؤ .

د طالبانو دموقته حکومت یوې سرجینې نن سهار وختي ووئیل ، سهیل شاهین  چې له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر  ویندوي ؤ ،په یوۀ وخت په ملګروملتو کې د افغانستان دنمایندګۍ لپاره  هم وړاندیزي  استازی  دی، په دوحې کې د طالبانو د سیاسی دفتر دمشر په توګه منصوب شوی دی .

 له دې مخکې په افغانستان کې  دطالبانو د موقته حکومت مرستیال  ملاعبدالغني برادر ،په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر  ؤ .