افغانستان په تاشکند کښې د ازبکستان او اروپائي اتحاديې د چارواکو د کتنې محور
د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي او اروپائي اتحايې د پارلېماني پلاوي مشر په تاشکند په کتنه او خبرو اترو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو راتلونکے او د افغانستان اوسني حالات وڅېړل.
د ۱۹۹۴ کال د نومبر په ۱۶ نېټه د اروپائي اتحاديې او ازبکستان ترمېنځ سياسي تعلقات فعال شوي او د ۱۹۹۵ کال له جنورۍ راهسې په بروکسل کښې د ازبکستان سفارت فعاليت کوي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي عصمت ا... ايرګاشيف او اروپائي اتحاديې د پارلېماني پلاوي مشر اوشترويچيوس په تاشکند ښار کښې په کتنه کښې د اروپائي اتحاديې د استازيو او د افغانستان په چارو کښې د مرکزي اېشيا د هېوادونو د ليدنو کتنو او صلاح مشورو د نتائجو په اجرا تاکيد وکړ.
د مرکزي اېشيا او اروپا د هېوادونو يو شمېر استازيو د فرورۍ په ۲۳ په تاشکند کښې په يوه ورځنۍ غونډه کښې په افغانستان کښې د امنيت او ثبات، ترهه ګرو ډلو، اقتصادي او د بشري حقوقو د حالت او همدارنګ له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو په اړه د نظر تبادله وکړه.
په دغه غونډه کښې ګډون کؤنکو په يوې بيانيه کښې د افغانستان له خلقو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
په دغه غونډه کښې د ګډون کؤنکو په بيانيه کښې راغلي دي، طالبان پکار دے د نړيوالو قوانينو خيال وساتي، په افغانستان کښې د بشري او ښځو د حقوقو احترام وکړي، ترهه ګرو ډلو ته دې د فعاليت اجازه ورنه کړي او د يو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره کوشش وکړي.
د اروپائي اتحاديې د پارلېماني پلاوي مشر پېټرس اوشترويچيوس په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د اوږدمهالې او پائدارې صلحې په ټينګښت کښې د ازبکستان په مهم رول تاکيد وکړ.
ائرګاشيف هم د افغانستان له خلقو سره د انساندوستانه او اقتصادي مرستو په اړه د ازبکستان د هلوځلو په باره کښې يو رپوټ هم اروپائي لوري ته وړاندې کړ.
د سياسي څارونکو له نظره په افغانستان کښې د اقتصادي او انساني بحران اصلي وجه د امريکې شل کلنه قبضه وه او اوس هم جوبائيډن د افغانانو د شتمنيو په غلا کولو سره دغه بحران سخت کړے دے.