هلمند کښې په چاود نه کښې ۷ تنه ژوبل شول
د افغانستان هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ د «د ښت» په سیمه کښې تېره ورځ مازيګر د هاوان دیوې مرمۍ چاودنې له امله چې په افغانستان باندې د امريکې له نيواک تيري او جنګونو څخه پاتې وه د یوې کورنۍ ۷ تنه ژوبل شوي دي.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د هلمند د اطلاعاتو کلتور سرپرست مشر مرسیتال، مولوي محمد قاسم ریاض وویل، چې یاده پېښه تېره ورځ مازیګر مهال رامنځ ته شوې، چې پکښې یې د یوې کورنۍ ۷ تنه ژوبل کړل.د نوموړي په وینا، له جنګونو پاتې د هاوان دغه یوه زړه مرمۍ د یو کلیوال کور کښې چاودلې.
مولوي محمد قاسم ریاض زیاتوي، په ژوبلو کسانو کښې د یوې کورنۍ مور، پلار او اولادونه شامل دي، چې اوس مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د یادونې وړده، چې په هلمند ولایت کې دا لومړۍ پېښه نه ده چې را منځ ته کیږې؛ بلکې تر دې وړاندې د دغه ولایت په ګرمسېر او ګرشک ولسوالیو او د غه شان د هېواد په نورو سيمو کښې هم ورته پېښې رامنځته شوي او رامنځته کيږي چې عامه کسان پکې وژل کيږي او يا ژوبليږي.