په رسميت پېژندنې شرائط يې پوره کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113338
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزير ادعا وکړه: دغې ډلې په رسميت پېژندنې ټول شرائط پوره کړي او پکار دے د نړۍ لخوا په رسميت وپېژند شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 12, 2022 13:38 Asia/Kabul
  • په رسميت پېژندنې شرائط يې پوره کړي دي

د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزير ادعا وکړه: دغې ډلې په رسميت پېژندنې ټول شرائط پوره کړي او پکار دے د نړۍ لخوا په رسميت وپېژند شي.

اوۀ مياشتې مخکې چې طالبانو په افغانستان کښې اقتدار په لاسو کښې ونيوۀ نړيوالې ټولنې د ښځو په شمول د نړيوال قوانينو خلاف سياستونو د غوره کولو په وجه دغه ډله په رسميت نه ده پېژندلې.

د کورنيو او بهرنيو دباؤنو باوجود طالب ډله هم  هغه شان د ښځو د کار او تعليم او د پراخ بنسټه او ټول شمول حکومت د تشکيلولو په اړه هيڅه عملي اقدام نه دے ترسره کړے.

د طلوع نيوز چېنل د رپوټ له مخې امير خان متقي پرون په ترکيې کښې  د انتاليا ټولنې د درې ورځنۍ غونډې ترڅنګه د طالبانو په رسميت په بېژندلو باندې په تاکيد سره وويل، پکار دے د افغانستان شتمنۍ آزادې شي او له دغې ډلې سره روابط ټينګ کړې شي.

د امير خان متقي خبرې داسې حال کښې کيږي چې د آنتاليا د ټولنې غونډه  د نړۍ د هېوادونو د خارجه وزيرانو او د نړيوالو ادارو د استازيو په ګډون سره په ترکيې کښې جوړه شوه. دغه غونډه به تر سبا ايتوار ورځې پورې دوام ومومي.

که څه هم دغه غونډه د يوکرائن او روسيې د جنګ په باره کښې جوړه شوې ده خو د افغانستان په باره کښې خبرې اترې هم د دغې غونډې يوه برخه ده.

ټاکل شوې ده په دغه غونډه کښې طالبان د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست د افغانستان د مسائلو او له دغه هېواد سره د نړۍ د تعلقاتو په باره کښې خبرې اترې وکړي.

طالب پلاوي له دغې غونډې مخکښې د قطر له چارواکو او د افغانستان لپاره د امريکې له استازي سره ليدنې کتنې کړې دي.

د طالبانو حکومت د خارجه وزارت مرستيال ضياء احمد تکل وويل: پ دغه کتنه کښې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنې، اقتصادي ترقۍ او د سياسي تعلقاتو د پراختيا په شمول په مختلفو مسائلو بحث او د نظر تبادله اوشوه.