په کابل کې د امام الزمان(ع)د نیکمرغه زوکړې په مناسبت جشن جوړ شو
د تهران ریډیو درست کارونکي یو ځل بیا په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وایوو .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د افغانستان په کابل کې د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ځوانانو، د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د صلواتي پروګرامونو په جوړلو سره په خلکو کې شربت او میټایانې وویشلې .
په راپور کې وئيل شوي ددغو صلواتي پروګروامونو ترسره کیدا د پنځون دژغورونکي د میلاد په مناسبت په خپرونو سره ډيرې په زړه پورې او ښکلي منظرې او ځلاوې وپنځولې چې دهر پلي تلونکي توجه ئې جلبوله .
د حضرت امام مهدي عجل ا.. تعالی فرجه الشریف نیکمرغه زوکړه دشعبان په پنځلمسه نیته په درستې نړۍ په تیره بیا دایران ، افغانستان پشمول د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې په پرتم سره پرون ولمانځل شوه . او دکابل ښار به لویدیځ کې په ډیرو جوماتونو کې هم دغه دستورې ترسره شوې .
د تهران ریډیو درست کارونکي یو ځل بیا په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وایوو .