عمران خان د پاکستان له ملته د مرستې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113826-عمران_خان_د_پاکستان_له_ملته_د_مرستې_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد ملت ته په یوه پیغام کښې وویل چې ټول ملت د مارچ د میاشتې په اوویشتمه نیټه یوځل پیغام ورکړي چې مونږ د بدۍ ملګري نه بلکې د بدۍ پرخلاف یوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2022 09:25 Asia/Kabul
  • عمران خان د پاکستان له ملته د مرستې غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد ملت ته په یوه پیغام کښې وویل چې ټول ملت د مارچ د میاشتې په اوویشتمه نیټه یوځل پیغام ورکړي چې مونږ د بدۍ ملګري نه بلکې د بدۍ پرخلاف یوو .

عمران خان د پاکستان ملت ته  په  یو نیم دقیقې ضبط شوي پییغام کښې وویل چې الله تعالی په قران کریم کښې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر حکم ورکوي او الله تعالی مسلمانانو ته حکم ورکوي چې له نیکو کارونو سره ملګرتیا وکړئ او د هر بد کار پرضد ودریږئ .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې په هیواد کښې د جمهوریت ، قوم او د عوام پرضد جرم ترسره کیدونکی دی او زه خپل ملت ته وایم چې د مارچ د میاشتې په اوویشتمه نیټه واټونو ته راووځي او ټولنه په دې ډول ژوندۍ وي او په هیواد کښې د غلو ډله د خلکو د سترګو په وړاندې چورتالان او فساد کوي او د پارلمان غړي په پیسو اخیستل کیږي .