د افغانستان مرکزي بېنک ۳۲ ميلين ډالره مرسته ترلاسه کړه
Apr 18, 2022 09:06 Asia/Kabul
د افغانستان مرکزي بېنک اعلان وکړ د ۳۲ ميلين ډالرو بشردوستانه مرستې يې ترلاسه کړې دي.
د شين هوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان مرکزي بېکن په يوټوئيټ کښې وليکل، د دغه هېواد د مرکزي بېنک خزانې ته د ۳۲ ميلين ډالرو بشردوستانه مرسته به د افغانستان د مالي بازارانو د ثبات او د ملي پېسې د ښه کېدو سبب شي.
د افغانستان د مرکزي بېنک د چارواکو په وېنا طالبانو تل کوشش کړے دے چې د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت او غوره اندازه کښې وساتي.
له دې مخکې په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مشر ملا محد حسن آخوند ويلي وو، د امريکې لخوا د دغه هېواد د شتمنيو ايسارول د افغانستان د اقتصادي بحران اصلي وجه ده.
ټیګونه