افغانستان کښې په متروکو د مجرمانو د وهلو حکم اجرا شو
Apr 21, 2022 08:12 Asia/Kabul
د تیر کال په آګست میاشت کښې په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمنیدو وروسته په اول ځل اووه تنه مجرمان په متروکو یا کوړو ووهل شول
په دغو اوو کسانو کښې د الکحلي مشروباتو د خرڅون او څښلو په شمول د مختلفو جرمونو ترسره کونکي شامل دي.
د متروکو ورکولو دا سزا له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو ترمینځ په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دوران د سختو سزاګانو رایادونکی دی.
د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې اوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف وکړ او هر یو ته د ۳۵ متروکو د ورکولو سزا واورول شوه.
د طالبانو د محکمې یو چارواکي عبدالبصیر مشعل وویل چې د دغو کسانو سزا پرون په کابل کښې اجرا شوه.
ټیګونه