طالبانو په افغانستان کښې د ټِک ټاک اپلیکیشن دبندولو پریکړه وکړه
د طالبانو د لنډ مهاله حکومت د ویاندوي مرستیال انعام الله سمنګاني وایي چې د طالبانو د موقت حکومت کابېنې په خپله وروستۍ ناسته کښې په افغانستان کې د ټیک ټاک بوختوونکی اپلیکشین او دغه راز د پاپ جي لوبې (ویډیو ګیم) د بندولو پریکړه وکړه.

ښاغلي سمنګاني ویلي چې په دې اړه د وروستیو کړنو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ته دنده سپارل شوې ده. هغه وویل دټیک ټاک او پاپ جي د بندولو پریکړه له دې امله شوې چې په ټولنه کې یې د ځوان نسل پر شخصیت او اخلاقو ناوړه اغیز کړی دی.
خو دا معلومه نه ده چې د یادو دواړو اپلیکسشنو د بندولو پریکړه به لنډ مهاله وي او که دتل لپاره یې وتړي. یاد دواړه اپلیکشنونه چې ویل کیږي د چین هیواد تکنالوژي ده، دځوانانو په منځ کښې ډیر مینه وال درلودل. ډیری ځوانان وایي چې اوسمهال په افغانستان کې د تفریح او ساعت تیرې لپاره تر ټولو ښې وسیلې همدا وې چې هغه هم له دوې وتروړل شوې.