ننګرهار کې به زمکني توتان د تاریاکو د فصل ځای ناستی شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115142-ننګرهار_کې_به_زمکني_توتان_د_تاریاکو_د_فصل_ځای_ناستی_شي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په ننګرهار کې سږ کال د زمکنیو توتانو(Strawberry) د حاصل کچه تر یوسلو اویا (۱۷۰)ټنو زیاته اټکل شویده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2022 11:03 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې به زمکني توتان د تاریاکو د فصل ځای ناستی شي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په ننګرهار کې سږ کال د زمکنیو توتانو(Strawberry) د حاصل کچه تر یوسلو اویا (۱۷۰)ټنو زیاته اټکل شویده .

 په خبر پاڼه کې راغلي چې اوسمهال زمکني توتان د ننګرهار ولایت په خوږیاڼیو، سره رود، دره نور، کامې او ګوشتې ولسوالیو کې کرل کیږي .

 د خبرپاڼې پر وینا د زمکنیو توتان حاصلات په کور دننه د پلور ښه بازار لري .

په خبر پاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د کرهڼې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي د هغه ولسوالیو کروندګر هم د زمکنیو توتانو کښت ته هڅوي چې اوسمهال پر خپلو زمکو کوکنار کري.

په ننګرهار کې زمکني توتان او کوکنار پر یو مهال حاصل ورکوي .

 سره له دې چې دطالبانو د اسلامي امارت مشریو فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې  دهر ډول نشه یی توکیو کښت ، تولید، قاچاق او کارونه منع کړې د ننګرهار کروند د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي .

 ویل کیږي وروسته له هغې چې دطالبانو مشر د نشه یی توکیو د منع کیدو فرمان ورکړی د تاریاکو بیه هم دپخوا په پرتله څو برابره لوړه شویده.