یرغلګر هیوادونه دي افغانستان سره د دښمنۍ لاره غوره نه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115340-یرغلګر_هیوادونه_دي_افغانستان_سره_د_دښمنۍ_لاره_غوره_نه_کړي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د ثور د اووهمي په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چي یرغلګر هیوادونه دي افغانستان سره د دښمني لاره غوره نه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 10:11 Asia/Kabul
  •  یرغلګر هیوادونه دي افغانستان سره د دښمنۍ لاره غوره نه کړي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د ثور د اووهمي په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چي یرغلګر هیوادونه دي افغانستان سره د دښمني لاره غوره نه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد نن د ثور په اتمه کې په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي یرغلګر هیوادونه دي راتلونکي ته سبق واخلي او افغانستان سره دي له دښمنۍ څخه لاس واخلي.

هغه زیاته کړې چي ۴۴ کاله مخکې د ثور د میاشتې په ۷ کمونیسټانو کودتا وکړه چي د افغانانو د بدبختۍ او کړاونو پایلامه شوه.

په یاده اعلامیه کې لیکل شوي چې په ۱۳۷۱ کال کې د ثور په اتمه ورځ د هېوادوالو د قربانیو په نتیجه کې د افغان ولس له کمونیزم څخه نجات حاصل کړ او بلاخره دا ورځ د افغانانو لپاره د بري او ازادۍ د ورځې په توګه پاتې شوه.

بیانیه کې راغلې، چې د طالبانو حکومت د هیڅ هېواد په حریم او خاوره د تجاوز نیت نه لري او له نورو هېوادونو څخه هم د متقابل احترام هیله لري.

 باید یاده شي، چې له نن ۳۰ کاله وړاندې د ثور یا غوايي د میاشتې په اتمه نېټه مجاهدین کابل ته ننوتل او د شوي تړون له مخې یې صبغت الله مجددي د دوه میاشتو لپاره موقت مشر وټاکه.

د طالبانو ډله تېر کال د اګوست په ۱۵ واک ته ورسېده لیکن تر اوسه د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د نړیوالې ټولنې له لوري د یوې ټولشمولي ادارې جوړول په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندني شرط ټاکل شوی دی.