د طالبانو حکومت د هوایي میدانونو چارې امارات ته ورکړې
د طالبانو حکومت د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو د عملیاتو او امنیت چارې رسماً د اماراتو یوه شرکت ته وسپارلې دي.
په افغانستان کې د ملکي هوايي چلند ادارې د بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د غبرګولي له ۱۳مې څخه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو د عملیاتي او امنیتي چارو مسوولیت په رسمي ډول د (ګاک سلوشن) په نوم امارتي شرکت ته سپارل شوي.
خو په هغه سند کې چې د طالبانو حکومت نږدې لس ورځې مخکې له دې شرکت سره لاسلیک کړ ویل شوي و، چې د دې هوايي ډګرونو امنیتي مسوولیتونه په تړون کې نه دي شامل.
د ګاک شرکت چې مرکزي دفتر یې د عربي متحده اماراتو د ابوظبي په ښار کې دی ویلي چې د قرارداد له مخې د کابل، کندهار، مزار شریف او هرات ولایتونو نړیوال هوایي ډګرونه د راتلونکو دریو کالونو لپاره اداره کوي.
تر دې مخکې امارات او ترکیې زیاتي هڅې وکړې چي د افغانستان د هوایي میدانونو مدیریت د طالبانو څخه تر لاسه کړي.