د افغانستان په ځینو سیمو کښې زوروره زلزله راغلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117568-د_افغانستان_په_ځینو_سیمو_کښې_زوروره_زلزله_راغلې_ده
تېره شپه څه باندې یوه بجه زورورې زلزلې د افغانستان ځینې ولایتونه ولړزول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2022 04:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ځینو سیمو کښې زوروره زلزله راغلې ده

تېره شپه څه باندې یوه بجه زورورې زلزلې د افغانستان ځینې ولایتونه ولړزول

د دغې زورورې زلزلې مرکز مرکز د خوست په لودیځه برخه کې و.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي چې دا زلزله د ځمکې په ۵۱کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې او شدت یې ۶.۱درجې و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا زلزله تر دې کچې زوروره وه چې د اسلام اباد یو شمېر برخې یې هم لړزولې دي.

تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په تړاو څه نه دي ویل شوي.