د افغانستان په زلزلې کښې ۲۵۵ تنه مړه شوي دي
د افغانستان سویل کښې د راغلې زلزلې له امله تر دې دمه ۲۵۵ کسان مړه او ۵۰۰ نور زخمي شوي دي
د افغانستان په زلزلې کښې ۲۵۵ تنه مړه شوي دي
د افغانستان سویل کښې د راغلې زلزلې له امله تر دې دمه ۲۵۵ کسان مړه او ۵۰۰ نور زخمي شوي دي
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې ځايي سرچینو ویلي چې تیره شپه د دغه ولایت په برمل، زیروک، نکې او ګیان ولسوالیو کښې د ۶ ریکټره زورورې زلزلې له امله څه باندې ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا هم ولولئ: د افغانستان په ځینو سیمو کښې زوروره زلزله راغلې ده
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i117568
د دغې زلزلې له امله د افغانستان ځیني نور ولایتونه هم ولړزیدل او په ګیان ولسوالۍ کښې ځايي سرچینې وايي چې په دې پیښې کښې یو کلی په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.