د ایران د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون غړی:
افغانستان د ګډوډیو په لور روان دی
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرنی سیاست غړی وویل: په افغانستان کې قومیتي او مذهبی اختلافات زیات شوی او دغه هیواد د کورني جګړې په لور روان دی.
په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدو څخه د لسو میاشتو په تېرېدو سره، لا هم د دې هیواد په مختلفو سیمو منجمله پنجشیر ولایت کې تیت او پرک نښتې دوام موندلي دي، د دغو نښتو لامل د طالبانو د حکومتولی له څرنګوالې سره مخالفتونه او یا هم د طالبانو د قومندانانو تر مینځ خپلمنځي شخړې دي.
تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې ته تیار شوی نه دی.
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت د کمیسیون غړی فداحسین مالکی په افغانستان کې د مذهبی او قومیتی اختلافاتو د زتولو په موخه د امریکې د دسیسې په هکله د خبرداری په ورکولو سره، زیاته کړه: امریکایان په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال، له وژلې او چورتالان پرته هیڅ لاسته راوړنه درلودلې نه ده او له افغانستان څخه یې وتل هم په ګډوډونکی توګه پلان شوی و.
د ایران د اسلامي شورا دغه استازي وویل: طالبان د افغانستان د مدیریت دنده په غاړه اخیستې ده، لیکن له هر ډول جوړښت څخه بې برخي دي او نړیوالي ادارې یې هم په رسمیت نه پېژني چي دغه مساله د ستونزو د زیاتېدو لامل شوی دی.
هغه د دې په بیانولو چي په افغانستان کې شخړه رامینځ ته کوونکی ډلې د داعش په شان لا هم حضور لري او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، زیاته کړه: د ګڼ شمېر ستونزو موجودیت په دغه هیواد کې د ګډوډیو زمینه برابره کړې ده.