د طالبانو مشر:
پر افغانستان د نړیوالو د فرمایشاتو منلو وخت تېر شوی
د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله آخندزاده د علماوو په لویه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د مسلمانو هېوادونو اوسني واکداران يوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي او د مسلمانانو هيلې ورڅخه هېرې شوي دي.
هغه زیاته کړه چي د طالبانو حکومت لا هم له یو ډول تقابل سره مخ دی، ځکه نور خپلې غوښتنې تطبیقول غواړي او خپل اهداف څاري.
د طالبانو مشر ویلي چي نړۍ دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو او د هیچا فرمایشات نه منو.
هبة الله اخوند دغه راز په خپلو خبرو کې وویل هېواد کې عمومي بخښنه د دې ثبوت دی چې د هېڅ افغان وژل یې هدف نه دی.
دا په داسي حال کې دی چي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره په دغه هیواد کې د ټول شموله ادارې او د لږکیو او بشري حقوقو په درناوی باندې تاکېد کوي.
په دې اړه زمونږ د خبریال راپور واورئ!