امارات د کابل اود اففانستان نورهوائي ډګرونه بیا رَغاوي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118238-امارات_د_کابل_اود_اففانستان_نورهوائي_ډګرونه_بیا_رَغاوي
متحده عربی امارات  د طالبانو له حکومت سره  د یوې موافقې په اساس ، دافغانستان  د پلازمینې کابل هوائي ډګر بیرته رغاوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2022 10:23 Asia/Kabul
  • امارات د کابل اود اففانستان نورهوائي ډګرونه بیا رَغاوي  

متحده عربی امارات  د طالبانو له حکومت سره  د یوې موافقې په اساس ، دافغانستان  د پلازمینې کابل هوائي ډګر بیرته رغاوي


 په تیر اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له مسلط کیدا او  له دغه هیواده د مریکائي او ناټو ځواک  په تښتې سره ،  دافغانستان  دکابل هوائي په استثنا له هوائي ډګرونو   دعادي الوتونو بهیر ودرید او ددغه بهیر  له لسو میاشتو تیریدا سره سره ،  عادي حالت ته نه دی ستون شوی . سره له دې چې  د کابل هوائي ډګر  دترکیې  او قطر په مرستې سره د ځينو داخلی او بهرنیو  الوتونو لپاره  پرانیستل شوی دی ، خو دغه هوائي ډګر د   سترو الوتونو  دبیرته پیلیدا لپاره  بیا رغاونې او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري .

 روئيټرز خبری چینل راپور ورکړی،ټاکل شوې ده ، طالبان او متحده عربی امارات  سره یوه موافقه وکړي څو  ابوظبئ په افغانستان کې  د کابل  او څو نوره هوائي ډګرونه  ورغاوي .  دغه موافقه به په راتلونکو څو اونیو کې اعلان شي .

  دطالبانو دسیاسی دفتر تیره  میاشت هم وئیلي وو ،  دطالبانو موقته حکومت  له اماراتو ،ترکیې اوقطر سره  له میاشتو میاشتو خبرواترو وروسته په نهایت کې  له متحده عربی اماراتو سره  د افغانستان دهوائي  ډګرونو د پرانیستې په باب یوه موافقه لاسلیک کوي .

 ددغې موافقې په اساس ، طالب ځواکونه به د امنیتی رول پشمول په هوائي ډګرونو کې وکارول شي . دا موضوع د طالبانو  لپاره  چې  غواړي کارکسب رامینځةکړي ،  او  دبهرنیو عسکرو دشتون سخت مخالف دي ، ډیره مهمه ارزول کیږي .