افغان میرمنو بیا په کابل کې دخپلو حقوقو داحقاق لپاره مظاهره وکړه
مظاهره چیانو طالبان د نړیوالې ټولنې په وړاندې دخپلو ژمنو خلاف ورزي کونکي وبلل او دافغانستان په ولس د دباؤنو په زیاتولو ئې تورن کړل.
شفقنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د افغانستان په کابل کې پرون یو ځل بیا د روزنه امید افغانستان نومې ټولنې په بلنې سره په سلګونو افغان میرمنو په لاسونو کې دپلې کارډونو په اوچتولو سره مظاهره وکړه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره ئې ملګروملتو،دبشری حقوقو فعالانو او اورګانونو اونړیوالو ته په خطاب کې ووئيل ، په دغه هیواد کې دې د میرمنو د وضعیّت او جنسیّتي توپير په وړاندې خپله چپتیا غوڅه کړي .
مظاهره چیانو طالبان د نړیوالې ټولنې په وړاندې دخپلو ژمنو خلاف ورزي کونکي وبلل او دافغانستان په ولس د دباؤنو په زیاتولو ئې تورن کړل.
دطالبانو په وسیله په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو تړل، د میرمنو د کارکسب او ځینو آزادیو مخه نیولل اود دوي د وضعیّت په باب پر رسندویو ځيني محدودیتونو لګول د مظاهره چیانو د پریکړه لیک ځیني مهمې مادې وې .
دافغانستان میرمنې چې د زده کړې ، کار او اجتماعي فعالیتونو غوښته کوي ،مخکې ئې هم په کرتو طالبان په جنسیّتي توپیر تورن کړي او د دوي په خلاف ئې مظاهرې کړي دي .