په افغانستان کې دعزادارئ دستورې په پرتم سره روانې دي
د افغانستان د شیعه علماؤ شورا او د ديني چارو د د ادارې عالي شورا د عاشورا له ماتم کوونکو غوښتنه کړې چې د امنيتي چارو د کميسيون سپارښتنې په پام کې ونيسي او له احتیاطه کار واخلي.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه علماوو شورا په يوه اعلاميې کې ويلي په افغانستان کې د عاشورا پنځمه ورځ د حسینی (ع) عزادارانو لپاره له کومې ځانګړې امنیتی پیښې پرته تیره شوه.
اعلاميه زياتوي، امنیتي چارواکو ژمنه کړې وه چې د محرم د میاشتې له پنځمې نیټې به د مراسمو د امنیت د تامین لپاره لازم عملي اقدامات پیل کړي. خو له بده مرغه تېره ورځ د سخي زيارت د شاوخوا سیمو د پاکولو د عملياتو په نتيجه کې نښته شوې چې طالب ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله هم واوښته.
اعلاميه وايي، له دغې پېښې وروسته امنیتي چارواکو د مذهبي مراسمو د امنیت له عالي کمیسیون سره د نویو تدابیرو په اړه خبرې کړې دي.