په افغانستان کې دعزادارئ دستورې په پرتم سره روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119338-په_افغانستان_کې_دعزادارئ_دستورې_په_پرتم_سره_روانې_دي
د افغانستان د شیعه علماؤ شورا او د ديني چارو د د ادارې عالي شورا د عاشورا له ماتم کوونکو غوښتنه کړې چې د امنيتي چارو د کميسيون سپارښتنې په پام کې ونيسي او له احتیاطه کار واخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2022 09:48 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دعزادارئ دستورې په پرتم سره روانې دي

د افغانستان د شیعه علماؤ شورا او د ديني چارو د د ادارې عالي شورا د عاشورا له ماتم کوونکو غوښتنه کړې چې د امنيتي چارو د کميسيون سپارښتنې په پام کې ونيسي او له احتیاطه کار واخلي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه علماوو شورا په يوه اعلاميې کې ويلي په افغانستان کې د عاشورا پنځمه ورځ د حسینی (ع) عزادارانو لپاره له کومې ځانګړې امنیتی پیښې پرته تیره شوه. 

اعلاميه زياتوي، امنیتي چارواکو ژمنه کړې وه چې د محرم د میاشتې له پنځمې نیټې به د مراسمو د امنیت د تامین لپاره لازم عملي اقدامات پیل کړي. خو له بده مرغه تېره ورځ د سخي زيارت د شاوخوا سیمو د پاکولو د عملياتو په نتيجه کې نښته  شوې چې طالب ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله هم واوښته.

اعلاميه وايي،  له دغې پېښې وروسته امنیتي چارواکو د مذهبي مراسمو د امنیت له عالي کمیسیون سره د نویو تدابیرو په اړه خبرې کړې دي.