په افغانستان کې دې د امریکا ډرونزحملې بیا تکرارنشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119370-په_افغانستان_کې_دې_د_امریکا_ډرونزحملې_بیا_تکرارنشي
طالبان په کابل کې د امریکاد وروستیو هوائي عملیاتو کې د القاعدې  ډلې د رهبر په وژلې کې د امریکا د ادعا په باب د یولړ جزیاتو په وړاندې کولو سره وئيلي دي،په افغانستان کې دغه شان حملې،دد غه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا باندې  تیري دي اوباید بیا تکرار نشي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 05, 2022 07:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دې د امریکا ډرونزحملې بیا تکرارنشي

طالبان په کابل کې د امریکاد وروستیو هوائي عملیاتو کې د القاعدې  ډلې د رهبر په وژلې کې د امریکا د ادعا په باب د یولړ جزیاتو په وړاندې کولو سره وئيلي دي،په افغانستان کې دغه شان حملې،دد غه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا باندې  تیري دي اوباید بیا تکرار نشي.

اینډيپنډينټ خپرونې راپور ورکړی،طالبانو د امریکا دولسمشرجوزف بایډن د وروستۍ ادعا په باب د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي، دافغانستان حکومت په افغانستان کې د القاعدې د رهبر ایمن الظواهري دشتون په باب هیح اطلاعات نه درلودل او امریکا باید په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو  عملیات تکرار نه کړي .

دا د القاعدې ډلې درهبر  د وژلې په باب د طالبانو لومړنۍ رسمي څرګندونې دي  چې د امریکاولسمشر د دوشنبې په ورځې مدعي شویدامریکا پوځ بریالی شوی  هغه په کابل کې په یوې ډرون حملې کې  ووژني .

له دې سره په یووخت دامریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن پر طالبانو تور لګولی دی چې د دوحې د موافقې څرګنده خلاف ورزي ئې کړې ده ،ځکه  چې ایمن الظواهری ته ئې په افغانستان کې پناه ورکړې  او ورڅخه ئې کوربتوب کړی دی.

 خو په دغې اعلامیې کې طالبان ټينګار کوي،چې کابل ښار ته د الظواهري پر ورتلو ئې هیڅ اطلاع نه ده لرلې او هغه په کابل کې هیځ ځاي نه لري.امریکا د مونږ په حدودو تیری کړی او ددرستو نړیوالو اصولو خلاف ورزي ئې کړې ده .دوي  همداراز امریکائي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که دغه شان پیښې تکرار شي ،دهر ډول  نتیجو مسئولیّت به پر امریکا وي.