کابل کښې بم چاودنې یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړي.
اسپوتینک خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د پلازمینې کابل په اولسمې امنیتي حوزې کښې پرون په یوه ګاډي کښې د بم چاودنې له کبله تراوسه درې کسان وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي دي.
که څه هم ویل کیږي چې د دغه بم چاودنې هدف د طالبانو د ځواکونو په کاروان برید کول و کوم چې په بګرام هوايي اډې کښې له پروني رسم ګذشت یعني پوځي پریډ څخه کابل ته د ستنیدا په حال کښې وو خو دغه خبر په رسمي ډول تائید یا رد شوی نه دی.
په کابل کښې دغه بم چاودنه په داسې حال کښې شوي ده چې پرون له افغانستان څخه د امریکا او د ناټو د نیواکګرو ځواکونو د وتلو کلیزه وه.
تیر کال واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې روانې دي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي او د اکثرو بم چاودنو مسوولیتونه هم داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي.