کابل کښې بم چاودنې یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121318-کابل_کښې_بم_چاودنې_یوشمیر_کسان_مړه_او_ژوبل_کړي
زمونږ خبریال وايي پرون د کابل په لویدیځ کښې بم چاودنې درې کسان وژلي او دیارلس نور ژوبل کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2022 01:34 Asia/Kabul
  • کابل کښې بم چاودنې یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړي

زمونږ خبریال وايي پرون د کابل په لویدیځ کښې بم چاودنې درې کسان وژلي او دیارلس نور ژوبل کړي دي.

دغه بم چاودنه پرون غرمه په کابل ښار کښې د افغانستان د بریښنا وزارت ودانۍ ته نږدې شوي وه.

دغه بم چاودنه چې د یوه رستوران دننه شوي ده تراوسه یې د څرنګوالي په هکله کوم راپور نه دی وړاندې شوی او د طالبانو چارواکو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

ځینې نا تائید شوي راپورونه وايي چې دغه بم چاودنه یوه ترهګره حمله وه.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې بم چاودنې او حملې زیاتې شوي چې تراوسه پکښې په سلګونو کسان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي هم دي.

د اکثرو حملو مسوولیتونه داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي.