د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ د تمځایونود جوړولوپروژه پرانستل شوه
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت وايي: دا د عامه ګټو پروژه ده، چې افغانستان به د سیمې او بهر له هېوادونو سره ونښلوي.
د روزنک د اورګاډي د پټلۍ او غیر ریل پټلۍ د ترمیم پروژه د هرات د والي، د ریل پټلۍ د عمومي رئیس، د بیلا بیلو څانګو د رئیسانو، د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه پلاوي او غړو په حضور کې پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د اورګاډي پټلۍ عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت وايي: دا د عامه ګټو پروژه ده، چې افغانستان به د سیمې او بهر له هېوادونو سره ونښلوي.
هغه زیاته کړه: دا پروژه د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ارزښتناک او مثبت ګام دی او موږ هڅه کوو چې دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړو.
همدارنګه د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار په خپلو خبرو کې وويل: سيمه ييزه اداره به د دغې پروژې د سرعت او پرمختګ لپاره له خپلو ټولو شته امکاناتو کار واخلي.
اسلامجار زياته کړه: اوس دامنيت په لرلو سره کولاى شو نيمې بشپړې شوې پروژې په اسانۍ سره بشپړې کړو.
په همدې حال کې د هرات - خواف ریل پټلۍ پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پرانیستل شوه او په هېواد کې له وروستیو پرمختګونو وروسته یې د ریل او غیر ریل پټلۍ تاسیسات سخت زیانمن شول او اوس یې د اورګاډي او غیر ریل پټلۍ د بیارغونې چارې بیا پیل شوې.