طالب حکومت دې د افغانستان د اهل تشیّع مشکلات حل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121398-طالب_حکومت_دې_د_افغانستان_د_اهل_تشیّع_مشکلات_حل_کړي
 د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون  ددغه هیواد  دطالبانو دموقته حکومت له مرستیال مشر  محمد عبدالکبیر سره په کتنې کې  د افغانستان د اهل تشیّع  نظرونه اومشکلات بیان کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 01:42 Asia/Kabul
  • طالب حکومت دې د افغانستان د اهل تشیّع مشکلات حل کړي

 د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون  ددغه هیواد  دطالبانو دموقته حکومت له مرستیال مشر  محمد عبدالکبیر سره په کتنې کې  د افغانستان د اهل تشیّع  نظرونه اومشکلات بیان کړل .

 د افغانستان د شیعه عالمانو دشورا مرستیال  د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د مشر له مرستیال سره په کتنې کې ددغه هیواد شیعیانو دمشکلاتو په بیانولو سره  له طالب حکومته وغوښتل د دوي مشکلات او ستونزې د  ژمنیاؤ په اساس حل کړي .

 دافغانستان  دشیعیانو د عالمانو شورا تل  د طالبانو په موقته حکومت کې ددغه هیواد  اهل تشیّع  درول او ځائيګي غوښته کړې ده، چې واک ته په رسیدا پسې طالبانو  ئې هم دپوره کولو ژمنې کړي ،البته چې تر دې دمه ئې ددغو ژمنو په پوره کولو کې له لټَیو کار اخستی دی .

 د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون  ددغه هیواد  دطالبانو دموقته حکومت له مرستیال مشر  محمد عبدالکبیر سره په کتنې کې  د افغانستان د اهل تشیّع  نظرونه اومشکلات بیان کړل .

 د طالبانو دموقته حکومت مرستیال مشر هم په دغې کتنې کې ووئيلو  وړاندې شوي نظرونه  اوو ړاندیزونه به وارزوي  او د  دافغانستان د شیعیانود ټولنې دمشکلاتو دحل لپاره به اړونه  ادارو ته فوري دستور ورکړل شي.

 له دې مخکې هم د افغانستان د شیعه عالمانو شورا  ددغه هیواد داهل تشیّع دټولنې  غوښتې بیان کړي او وئيلي ئې دي ، په افغانستان کې د شیعه مکتب  درسمیّت پيژندنې ساتل ، د تشیع د شخصیه احوالو دقانو رسمیت ساتل ،  دنفوسو په تناسب سره  په حکومت کې د اهل تشیّع مشارکت ،په پوهنتونو او مکتبونو کې  د جعفری فقې  دعقایدو ا تدریس  او دانجونو د ښونځیو بشپړ پرانیسته  د دوي اساسی غوښتنې دي .